دمهاجرينو وزارت مرستیال د آفاد خیریه موسسې دمشر برهان اسلاح سره ليدنه وکړه

anwari_morr
شنبه ۱۴۰۰/۹/۶ - ۱۸:۴
ـــــــــ
 
دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستيال محمد ارسلاح خروټي دترکيې د آفاد خیريه موسسې دمشر برهان اسلان سره دلیندۍ په (٦)مه په خپل کاري دفترکې ليدنه وکړه او دواړو لوريو کډوالو، راستنېدونکو او اړمنو کورنیو ته دلومړنیو خوراکي موادو او اوبو رسولوپه اړه خبرې وکړې
په دغه ليدنه کې دترکیې د آفاد خیريه موسسې رییس وويل:((زموږ اداره په افغانستان کې بېځايه شوو او اړمنو کورنيو سره دلومړنیو، خوراکي موادو او اوبو رسولو په برخه کې مرستې کوي)).
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال د دغې ادارې له مرستو څخه مننه وکړه ویې ویل: چې یادې مرستې باید د افغانستان اسلامي امارت سره په همغږۍ ترسره شي ترڅو اړمنو او مستحقو کورنيو ته په شفافه او راڼه ډول ورسېږي.
هغه زیاته کړه اوسمهال په ټول افغانستان کې امن دی او ټولې ملي او نړیوالې مرستندويه ادارې کولای شي چې په ډاډه زړه راستنېدونکو،بېځايه شوو،اړمنو او مستحقو کورنیو ته مرستې ورسوي او موږ په دې برخه کې ژمن یو، هغه مرستندویه خیریه بنسټونه، چې په افغانستان کې فعالیتونه کوي دامنیت خیال وساتو.
په پای کې ښاغلي برهان اسلان ژمنه وکړه چې موږ اوسمهال د کابل په دریو ولسوالیو کې د درې زرو اړمنو اومستحقو کورنیو سره مرستې کوو او دمرستو لړۍ به نورو ولايتونو ته هم وغځول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۴:۸
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د لوګر له والي قاري صلاح الدین ایوبي سره وکتل

ښاغلي ایوبي په دغې ناسته کې، چې د لوګر د کډوالو چارو رییس هم ور سره مل و، په یاد ولایت کې د راستنو شویو د وضعیت او شویو مرستو په اړه معلومات شریک کړل او زیاته یې کړه، چې تر دې دمه په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۵۳
Background image

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې او د هغوی د چارو د لا ښه تنظیم په موخه، د مهاجرینو چارو وزارت په کوربه‌توب د همغږۍ ناسته ترسره شوه

دغه ناسته، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمان راشد په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې د بهرنیو چارو وزارت، کورنیو چارو وزارت، عدلیې وزارت، د استخباراتو لوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۱
Background image

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیاله: د بودیجې له زیاتوالي سره به له کډوالو سره مرستې زیاتې شي

پورته ټکی د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ(UNHCR) مرستیالې اغلې وینسا مټر بولي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري سره په لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته