تېره اونۍ په ټول هېواد کې نژدې څلور زرو کورنيو سره مرستې شوي
په تېرې يوې اونۍ کې د سنبلې د ۲۲مې نېټې څخه تر ۲۷مې نېټې پورې لږ ترلږه ۳۵۴۵ کورنيوسره په ۱۶ ولايتونوکې نغدي، خوراکي او غير خوراکي موادو مرستې شوي.
په دغو مرستوکې نغدي، خوراکي، روغتيايي کڅوړې، دلوبو سامان او دکور سامانونه شته او په فراه، نميروز، پکتيکا، قندار، غور، کندز، لوګر، غزني، پنجشېر،بلخ، ميدان وردګ، کاپيسا، کونړ،پکتيا او جوزجان کې د طبيعي پېښو له امله زيانمنو شوو، بېځايه شوو او راستنېدونکو ته ووېشل شوې.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) او يوشمېر ملي او نړيوالو بنسټونو، لکه د طبيعي پېښو پروړاندې دمبارزې ادارې، کليو پراختيا او کډوالۍ نړيوال سازمان په مرسته ووېشل شوې.
د ويلوده، چې يادو بېځايه شوو ښوونيزې برنامې هم د يادو ادارو له لورې برابرې شوې وې.