الحاج خلیل الرحمان حقاني د اهل تشیع حضراتو له استازو سره وکتل
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني د اهل تشیع حضراتو له مشرانو او استازو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل
ښاغلي حقاني ددوی ستونزې او مشکلات واورېدل او د هر راز همکارۍ ډاډ یې ورکړ، هغه دغه راز د اتفاق او یوالي سپارښتنه وکړه او وویل: افغانان خپل منځي تربګنیو ډېر زپلي او اوس تر هرڅه زیات یووالي ته اړتیا لري