سرپل کې ۶۳ راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr
_
په سرپل ولایت کې ۶۳ له ګاونډیو هېوادونو او ترکیې څخه په جبري توګه راستنو شویو ۶۳ کورنیو ته د سلواغې پر درویشتمه نېټه نغدي مرسته ووېشل شوه.
دغه کورنۍ مخکې د دغه ولایت د مهاجرینو چارو آمریت له لوري اړمنې پېژندل شوې وې او د وزارت د همکار بنسټ له لوري په ۷ برخو کې ۳۳ زره، ۲۵ زره، ۲۳ زره، ۱۸ زره، ۱۵ زره، ۱۰ زره او ۸ زره افغانۍ ورکړل شوې.