د پلان او پالیسۍ او د موسسو د همغږۍ ریاستونو د درې ورځني ورکشاپ په اړه پریزنټیشنونه وړاندې کړل.
د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د مهاجرینو چارو وزارت د دویمو واحدونو رییسانو، آمرانو او اجرایوي مدیرانو ته د ظرفیت لوړونې د درې ورځني ورکشاپ په لومړۍ ورځ د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې د پلان او پالیسۍ او د موسسو د همغږۍ ریاستونو د استازو خپل معلوماتي پریزنټیشن وړاندې کړل.
د دغو ریاستونو استازو د اداري کاري سیستم د معرفي کولو، د کلني پلانونو د جوړولو، له وزارت سره د موسسو د شویو هوکړه لیکونو د ترسره شویو پروژو د څارنې او د هغې د چمتو کولو او پلي کولو د څرنګوالي په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل شول.
د دغو سیستمونو د ارزښت او ګټو په اړه د پورته معلوماتو څرګندوای او تشریح په هر وخت او ځای کې ورڅخه د زیاتې ګټې اخیستنې برخه کې مرسته کوي او د داسې ورکشاپونو په جوړولو سره یې بشپړه پېژندنه کېږي او په پایله کې به یې له دوامداره څارنې سره اداري سیستم او مدیریت بډایه او کامل شي.