عراق کې ۳ تنه افغانان له بنده خوشې شول

د عراق په زندانونو کې درې افغانن بندیان له بنده خوشې او د تلې پر دوه ویشتمه خپل هېواد ته راستانه شول.
د نيمروز ولايت د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له شپږو مياشتو راهيسې په عراق کې بنديان وو او د افغانستان د سفارت له خوا تر خوشې کېدو وروسته د ايران له لارې هېواد ته راستانه شول.
دا کسان د نيمروز ولايت په سرحدي آمریت کې تر ثبت وروسته د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.