بادغیس کې له ۱۹ کورنیو سره نغدي مرسته وویشل شوه
په بادغیس ولایت کې د غبرګولي درویشتمه له ۱۹ کورنیو سره نغدي مرسته وویشل شوه.
په دغو کورنيو کې اړمن او راستانه شوي شامل وو، چې پخوا د دغه ولايت د مهاجرينو ادارې له خوا په مرکز کې اړمن پيژندل شوي وو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له خوا ۴۸زره۵۴۰ افغانۍ مرسته ورسره وشوه، چې د مهاجرینو چارو آمریت تر څارنې لاندې ووېشل شوه.