تخار کې له سلو زیاتو سیلاب ځپلو کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-

 په تخار ولايت کې د سېلاب له امله له زيانمنو شويو ١٥٠ کورنيو سره د خوراکي توکو او جامو مرسته وشوه.
 دغه کورنۍ چې د تخار په فرخار ولسوالۍ کې د سېلاب له امله زيانمنې شوې دي، د کډوالو چارو رياست له خوا سروې او پېژندل شوې وې.
 د تخار ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رییس حافظ شېراحمد انوري په وینا، په دغو مرستو کې غوړي، د څښاک اوبه او کمپلې شاملې وې، چې د هغه ولایت د والي د لارښوونې پر بنسټ د بېړنيو حالاتو د مرستو د وېش کمېټې له خوا د کډوالو چارو له رياست سره په همغږۍ په فرخار ولسوالۍ کې ووېشل شوې.