سرپل کې له ۲۰۰ څخه زیاتو کورنیو سره مرسته وشوه
د سرپل ولایت د مهاجرینو آمریت د کب په ۱۹ مه نېټه پر ۲۹۷ بې ځایه شوو کورنیو د نغدي مرستې د وېش خبر ورکړ.
یادې شوې کورنۍ چې مخکې د مهاجرینو آمریت له لوري د دغه ولایت په کوهستاناتو ولسوالۍ کې اړمنې پېژندل شوې وې، وروسته له هغه په دوو کتګوریو کې ۱۹ زره او ۴۲۵ او ۱۴ زره او ۱۷۹ افغانۍ له ۵ تختو کمپلو سره د ناروې د مهاجرت شورا څخه تر لاسه کړې.