خوست کې زرګونو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

د خوست ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د مرغومي پر ۱۵مه له ۸ زره او ۶۷۱ کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدي مرستې د وېش خبر ورکړی.
دغه کورنۍ پخوا د خوست ولایت د مهاجرینوچارو ادارې له لوري اړمنې پېژندل شوې وې.
په تڼیو ولسوالۍ او ګلان کمپ کې ۸ زره او ۲۷ کورنیو سره د ۴ ډوله خوراکي توکو مرسته د خوړو نړۍوال سازمان په همکارۍ او ۶۴۴ کورنیو سره د هغوی د کار بدل کې چې د واټونو، کانال، پلچک جوړولو او د غرونو په لمن کې د اوبو له پاره د څاه ګانو کېندلو کې یې برخه اخېستې وه ۱۲ زره افغانۍ مرسته د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له خوا او د یاد ولایت د مهاجرینو چارو تر څارنې لاندې ورکول شوه.