د پاکستان له بندخونو نېږدې ۵۰۰ بندي افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول
په روانه اونۍ کې ۴۸۵ تنه بندي افغان کډوال د پاکستان له بندخونو ازاد او هېواد ته راستانه شول.
په دغې ډله کې کورنۍ او انفرادي وګړي شامل وو، چې په استوګنیزو سندونو کې د ستونزو له امله نیول شوي او زیات وخت یې د پاکستان په بندخونو کې تېر کړی و.
د لېږد امریتونو د مسوولینو پر خبره، ۴۷۵ تنه د تورخم او ۲۸ تنه د سپین بولدک له لارې راستانه شول، چې تر لازمو مرستو او ملاتړ وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.
د مهاجرینو چارو وزارت له ټولو نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې د کډوالو ملاتړ، اسانه راستنېدنې او راستنېدونکو ته د امنیتي او انساني فضا برابرولو ته دوام ورکړي.