د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د کمیشنرۍ له استازی عرفات جمال سره وکتل.

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۱:۱۸
-
د ناستې په پیل کې ښاغلي عرفات جمال افغانستان ته د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنر وروستی سفر مهم او ګټور یاد کړ او زیاته یې کړه، چې ملګري ملتونه د افغان کډوالو او راستنېدونکو لپاره د اړتیا وړ مالي سرچینو د جلب لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي.
د ناستې پر دوام ښاغلي جمال وویل، چې ایراني چارواکو د افغان کډوالو په تړاو د درې اړخېزه تخنیکي ناستې لپاره چمتووالي څرګند کړی او ژر به یاده ناسته د اسلامي امارت، ایران او یونیسیار د استازو په ګډون په کابل کې ترسره شي.
د جمال په وینا، چې په درې اړخېزه تخنیکي ناسته کې به د راستنېدونکو او په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو پر ستونزو مفصل بحثونه وشي او مثبتې پایلې ته به ورسیږي.
همدارنګه عرفات جمال یادونه وکړه، چې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسیدنې په موخه به د څو اړخیزو ناستو لړۍ دوام ولري او په نږدې راتلونکې کې به د قطر په پلازمېنه کې د افغانستان په ګډون، له نړیوالو مرستندویو ادارو سره د مالي امکاناتو د تر لاسه کولو لپاره څو اړخیزه ناسته ترسره شي.
محترم مولوي عبدالکبیر ښاغلي عرفات جمال او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست وویل او له افغان راستنېدونکو سره یې د ملګرو ملتونو د مرستو له امله مننه وکړه.
محترم وزیر په ایران کې د کډوالو او افغان راستنېدونکو ستونزو ته د رسیدنې په برخه کې درې اړخېزه ناسته مهمه یاده کړه او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت له وړاندې یادې ناستې ته چمتو و.
محترم مولوي عبدالکبیر د افغان کډوالو ستونزو ته د رسیدنې په برخه کې د نړیوالو همکارۍ اړینې وبللې او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت خپل امکانات له افغان راستنېدونکو او کډوالو څخه نه درېغوي.
د لیدنې په پای کې د درې اړخېزه ناستې د اجندا، ګډونوالو د شمېر او څینو نورو اړوندو موضوعاتو په هکله سلا مشورې وشوې.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

بېرته خبرونه ته