د پکتیا ولایت یو شمېر قومي مشرانو د وزارت له سرپرست سره ولیدل
د پکتیا ولایت د کبل خېل، مداخېل، او سیدګي قومونو یو شمېر مشرانو د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني سره د هغه په کاري دفتر کې ولیدل.
په دې لیدنه کې د پکتیا قومي مشرانو په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې له سرپرست وزیر سره شریکې کړې او د حل په موخه یې د رسېدنې غوښتنه وکړه.
د وزارت سرپرست د هغوی ستونزو ته د رسېدنې او هواري په برخه کې ډاډ څرګند کړ.