په کندز ولایت کې نیږدې ٤٠٠ کورنیو سره مرسته وشوه

د روان کال د سرطان میاشتې په ۴مه نېټه په کندز ولایت کې ٣٧٥ راستنېدونکو او بې ځایه شویو کورنیو ته نغدي مرستې وویشل شوې.
یادې کورنۍ چې مخکې د یاد ولایت د کډوالو ریاست لهخوا پېژندل شوې وې، د دې وزارت له همکارې مؤسسې څخه یې د کور کرایې لپاره ۱۱ زره او ۷۱۷ افغانۍ ترلاسه کړې.