په غور ولایت کې له سلګونو کورنیو سره مرسته وشوه

د غبر ګولي میاشتې په ۲۶ مه نیټه په غور ولایت کې ۸۱۸ بې ځایه شویو، راستنېدونکو او اړمنو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
یادې کورنۍ د دغه ولایت د کډوالو چارو آمریت لخوا مخکې سروې شوې وې، چې وروسته د همکارو بنسټونو له لوري هرې کورنۍ ته ۳دانې کمپلې، ۲ تختې ترپال، ۲ دانې بوشکې، یوه بسته جامې او د پخلنځي لوښي ورته توزیع شول.