د پاکستان له زندانونو ۳۴ افغان بندیان ازاد شول

anwari_morr

د غبرګولي میاشتې په ۱۰ مه نیټه ۳۴ تنه افغان بندیان، چې د پاکستان په بند خونو کې و؛ ازاد او هیواد ته راستانه شول.
د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي امریت د معلوماتو پر اساس یاد شوي کسان د اسنادو په درلودو سربېره د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او د یوې ورځې څخه تر ۳ ورځو پورې په بند خونو کې ساتل شوي وو.
د نوم لیکنې او بشري مرستو د ترلاسه کولو وروسته یاد کسان خپلو اصلي مېنو ته
ولیږدول شول.