په کابل ښار کې له زرو زیاتو اړمنو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې
د غبرګولي میاشتې په ۷ مه نیټه په کابل ښار ۶۱۹ اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشل شوې.
یادې شوې کورنۍ، چې له دې وړاندې د کابل د کډوالو ریاست له لوري سروې او پېژندل شوې وې، چې د همکارو بنسټونو له لوري هرې کورنۍ ته ۲ زره او ۹۰۰ افغانۍ نغدي پیسې او د خوارځواکۍ یوه کڅوړه پرې ووېشل شوه.
د یو بل خبر له مخې د غبرګولي میاشتې په ۸ مه نیټه په کابل ښار یو زرو ۸۰۰ اړمنو کسانو ته نغدي مرستې ووېشل شوې.
یاد شوي کسان، چې له دې وړاندې د کابل د کډوالو ریاست له لوري سروې او پېژندل شوي وو، د همکارو بنسټونو له لوري هر کس ته ۲ زره او ۹۰۰ افغانۍ نغدي پیسې او د خوارځواکۍ یوه کڅوړه پرې ووېشل شوه.
همدا راز ۱۳۹ اړمنو کورنیو ته په کابل ښار کې نغدي مرستې وشو
ې، چې هر کورنۍ ته د همکارو بنسټونو له لوري ۵ زره او ۶۹۸ افغانۍ نغدي پیسې ور کړل شوې