د پاکستان له زندانونو څخه ۲۸۷ افغان بندیان ازاد شول

anwari_morr
-
د غبرګولي میاشتې په ۱ او ۲ مه نیټه ۲۸۷ تنه افغان بندیان، چې د پاکستان په بند خونو کې و؛ ازاد او هیواد ته راستانه شول.
د کندهار او ننګرهار ولایتونو د سرحدي (سپین بولدک او تورخم) امریتونو د معلوماتو پر اساس یاد شوي کسان د اسنادو پر درلودو سربېره د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او د یوې ورځې څخه تر ۱۰ ورځو پورې په بند خونو کې ساتل شوي وو.
د نوم لیکنې او بشري مرستو د ترلاسه کولو وروسته یاد کسان خپلو اصلي مېنو ته ولیږدول شول.