د کابل په ښار کې نږدې ۱۰۰ اړمنې کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr
د غوایي میاشتې په ۳ مه نیټه د کابل ښار په ۱۵ ناحیه کې له ۹۶ اړمنو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
یادې شوې کورنۍ، چې د کابل د کډوالو ریاست له لوري مخکې سروې شوې وې، هرې کورنۍ ته ۲ زره او ۹۰۰ افغاني نغدي مرسته او د خوارځواکۍ یوه کڅوړه د همکارو بنسټونو له لوري پرې وویشل شوه.