په کابل ښار کې له ۳ زره څخه زیاتو کسانو سره مرسته وشوه
د وري میاشتې په ۲۷ مه نیټه د کابل ښار په اوومه، نهمه، دولسمه، ناحیو کې له ۳ زره او ۵۶ اړمنو کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه.
یادې کورنۍ، چې د کابل د کډوالو ریاست له لوري مخکې پېژندل شوي وو، هر یوه ته ۲ زره او ۹۰۰ افغانۍ د همکارو بنسټونو له لوري پرې وویشل شول.
په یوه بل خبر کې، د کابل ښار په درېیمه، څوارلسمه او یویشتمه ناحیه کې ۲ زره او ۷۷۴ اړمنو کسانو ته د وري میاشتې په ۲۷ مه نېټه نغدي مرسته ووېشل شوه.
هر کس ته ۲ زره او ۹۰۰ افغانۍ او د خوار ځواکۍ یوه کڅوړه د همکارو بنسټونو له لوري پرې وویشل شوه.