د پاکستان له زندانونو کابو ۴۰ تنه افغان مهاجرین ازاد شول

د وري میاشتې په ۱۹ مه نیټه ۳۹ افغان بندیان، چې د پاکستان په بند خونو کې و؛ ازاد او هیواد ته راستانه شول.
د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي امریت د معلوماتو له مخې یاد شوي کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او د پنځو ورځو څخه تر یوې میاشتې پورې په بند خونو کې ساتل شوي وو.
د نوم لیکنې او بشري مرستو د ترلاسه کولو وروسته یاد کسان خپلو اصلي مېنو ته ولیږدول شول