له ۱۰۰ زیات افغان کډوال د پاکستان له بند خونو ازاد شول
د وري میاشتې په ۱۸ مه نیټه ۱۰۱ تنه افغان کډوال، چې په پاکستان کې بندیان وو، له زندان څخه خوشې او هیواد ته راستانه شول.
د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، یاد شوي کسان د پاکستان په بېلابېلو برخو کې نیول شوي او له ۲ څخه تر ۵ ورځو پورې په بند خونو کې ساتل شوي وو.
یاد کسان د ثبت او بشري مرستو د ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي مېنو ته ولیږدول شول.