بلخ کې نږدې ۴۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

sadam_morr
_
بلخ کې له ګاونډیو هېوادونو راستنو شویو ۳۸۷ کورنیو سره د کب په ۱۶ د خوراکي توکو مرسته وشوه.
یادې کورنۍ چې له وړاندې د کډوالو ریاست له لوري پېژندل شوې وې، د کمال نبي زاده خیریه بنسټ له لوري هرې کورنۍ ته یوه بوجۍ اوړه او یو بوتل غوړي ورکړل شول.