پاکستان کې د افغان مهاجرینو اتشه د افغان مهاجرینو په چارو کې لوي کمېشنر سره لیدلي دي
د پاکستان اسلام آباد ښار کې د افغان مهاجرینو اتشه د مرغومي په ۲۴ مه نېټه د افغان مهاجرینو په چارو کې کمېشنر عصمت الله شاه سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې چې د مهاجرینو اتشه مرستیال مولوي ارسلاح خان حقیار او د اسلامي امارت سفارت استازي مولوي عبدالکریم هم ګډون کړی، د افغان مهاجرینو په تړاو د پاکستان په اسلام آباد او راولپنډۍ ښارونو کې د پولیسو پر وروستیو اقداماتو بحث وشو.
د مهاجرینو اتشه د افغان مهاجرینو سره د شویو وروستیو کړنو په اړه معلومات ورکړل او د سمدستي بندیدو غوښتنه یې وکړه.
د افغان مهاجرینو په چارو کې لوی کمېشنر عصمت الله شاه وروستۍ پیښې د خواشینۍ وړ وبللې او ویې ویل، چې د پاکستان د کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو له چارواکو سره په تماس کې دی او هڅې روانې دي چې په دې اړه له سره غور وشي.
نوموړي دا هم وويل چې، شوې پرېکړې د فدرالي کابينې پرېکړې نه وې او د وروستيو اقداماتو په اړه کوم رسمي سند هم نه دی خپور شوی.
نوموړي همداراز ډاډ ورکړ، چې له افغان کډوالو سره د امنیتي بنسټونو د ناوړه چلن قضیه به په جدي توګه د پاکستان د کورنیو چارو له وزارت سره شریکه کړي او هڅه به وکړي، چې ژر تر ژره د امنیتي بنسټونو د غیر مسوولانه کړنو مخه ونیول شي.
د مهاجرینو اتشه مرستيال له هغه څخه وغوښتل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو او دوستانه اړيکو د ټينګښت او د شته ننګونو د هواري لپاره لا زياتې هڅې وکړي.