په اسلام اباد کې د مهاجرینو اتشه له افغان مهاجرینو سره ولیدل

sadam_morr
د پاکستان په اسلام اباد ښار کې د افغان مهاجرینو اتشه په جمو او کشمیر کې د مېشتو افغان مهاجرینو له استازي شیرعلي خان شهزاد سره وکتل.
د مهاجرینو اتشه په ازاد کشمیر کې د افغان مهاجرینو، غوښتنې او ستونزې واورېدې او د مهاجرینو استازي ته یې په دې اړه لازمې سپارښتنې وکړې.
ښاغلي شېرعلي د سروې د پيل او د بې اسنادو مهاجرينو د شړلو په اړه د سيمه ييزې ادارې د وروستۍ پرېکړې په اړه معلومات ورکړل او هغه تدابير يې، چې د مهاجرینو اتشې دفتر له لوري په مستقيم مشارکت کې د مهاجرينو د جبري شړلو د مخنيوي په اړه نيول شوي وو؛ معلومات ورکړل او دغه تدابیر یې ګټور وبلل، چې امنیتي بنسټونو دا موضوع تر امر ثاني پورې وځنډوله.
نوموړي همداراز د اتشه دفتر له کړنو ستاینه وکړه او په دې برخه کې د لا زیاتو همکاریو غوښتونکی شو.
د مهاجرینو اتشه په ازاد کشمیر کې د امنیتي بنسټونو وروستۍ پریکړې په اړه معلومات شریک کړل او په دې برخه کې یې لازمې او قانوني سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د کورنیو د تصدیق برنامه پیل کړې او په دې اړه یې ټولو مهاجرینو مېشتو سیمو ته یې اطلاع رسولې، چې له دې موقع څخه ګټه پورته کړي.
په اخیر کې یې د مهاجرینو اتشه له کړنو ستاینه وکړه او هیله یې وښوده، چې دوی به د نورو استازو سره په همغږۍ د مهاجرینو د ستونزو د حل لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.