سمنګان کې د راستنېدونکو لپاره د ځمکې د وېش په موخه د دایمي استوګنې کمېټې ناسته وشوه

د سمنګان ولایت د کور او ښارجوړونې رییس په مشرۍ او د ولایتي ادارو د رییسانو او آمرانو په شتون کې راستنېدونکو ته د دایمي استوګنې او ځمکې د وېش د ولایتي کمیټې لومړنۍ ناسته د لړم پر نولسمه ترسره شوه.
د کور او ښار جوړونې رییس د ناستې د موخې، د طرزالعمل له مخې د کمېسیون د دندو او صلاحیتونو په اړه خبرې وکړې.
د مهاجرینو چارو آمر او د کمیسیون منشي قاري محمد حسین خالد خاکسار سمنګاني د راستنېدونکو د شمېر، ستونزو، اړتیاوو، سرپنا، فرصتونو او د راستنېدونکو د ستونزو د حل او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
نوموړي د اوبو او عامه ګټې اخیستنې د بیخبناوو کمښت په دې ښارګوټي کې د نومرو د نه جوړېدو یوازینی لامل وباله او د دغه ښارګوټي د ستونزو د هواري او د بیخبناوو د جوړولو په برخه کې یې د دغې کمېټې جوړېدل او د ناستې ترسره کېدل مهم وګڼل او هیله یې څرګنده کړه، چې په نږدې راتلونکي کې د نومرو د جوړولو چارې پیل شي.
د کور او ښارجوړونې رییس وویل، لومړی باید ښارګوټي د ساختماني اسانتیاوو، چاپېریال او نورو مهمو مسایلو په اړه چې ښاروال ورته اړتیا لري، وڅېړل شي او په اړه یې پرېکړه وشي.
ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا، د کرنې او سمندري حوزې رییسانو او نورو غړو هم خپل نظرونه څرګند کړل او لازمې پرېکړې وشوې.