ننګرهار کې له ۲۵ کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-
په ننګرهار ولایت کې د لړم میاشتې پر لومړۍ نېټه ۲۵ کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه.
په دغو کورنیو کې هغه راستانه شوي، زیانمن شوي او بې ځایه شوي کسان شامل دي، چې مخکې د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست لخوا په بهسودو ولسوالۍ کې اړمن پیژندل شوي وو.
دا مرسته د اکټیډ موسسې له لوري هرې کورنۍ ته ۲۰ زره او ۶۰۰ افغانۍ وه، چې د مهاجرینو چارو په څارنه ورته ووېشل شوه.