اروزګان کې پر لسګونو کسانو نغدي مرسته ووېشل شوه
په اروزګان ولایت کې د وږي پر یولسمه له ۵۰ کسبګرو مېرمنو سره نغدي مرسته وشوه.
دا مېرمنې چې د خپلو کورنيو سرپرستي هم په غاړه لري، مخکې د مهاجرینو چارو ادارې له خوا پېژندل شوې وې او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ له لوري په دوو برخو کې د ٣٣ زره او ٢٠ زره افغانيو په ارزښت مرسته ورسره وشوه.