د پکتیا د مهاجرینو رییس د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له مرستیال سره ولیدل

sadam_morr
د پکتیا ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د راپور له مخې، د دغه ریاست رییس حبیب الله شهید زاده د زمري پر ۲۵ مه د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له مرستیال سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې لیدنه کې پر نورو مهمو موضوعاتو سربېره؛ د مهاجرینو کارتونو او هغو کورنیو ته د مرستو وېشلو چې له وړاندې د اسلامي امارت له اصولو سره سمې پېژندل شوې وې بحث او خبرې شوې.
بل لورته د کډوالو په چارو کې ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مرستیال د کډوالو په چارو کې د ستونزو د حل په برخه کې د لا ډېرې همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې یاد موضوعات به له خپل مرکزي دفتر سره شریک کړي.