سرپل کې له ۴ کورنیو سره مرسته وشوه
![-](/sites/default/files/2024-06/%D8%B3%D8%B1%D9%BE%D9%84_0.jpg)
په سرپل ولایت کې ۴ کورنیو ته د چنګاښ پر اومه نغدي مرسته ووېشل شوه.
په دغو کورنيو کې له ګاونډيو هېوادونو څخه په جبري توګه راستنې شوې کورنۍ شاملې وې، چې مخکې د سرپل ولايت د مهاجرینو چارو رياست له خوا اړمنې پېژندل شوې وې او د اسلامي امارت له لوري د ولايتي کمېټې او د دغه ولایت د مهاجرینو چارو آمریت تر څارنې لاندې هرې کورنۍ ته دوه دوه زره افغانۍ ووېشل شوې.