بلخ کې له لسګونو کورنيو سره مرسته وشوه
![-](/sites/default/files/2024-06/%D8%A8%D9%84%D8%AE.jpg)
د بلخ ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د چنګاښ میاشتې پر اومه په دغه ولایت کې پر ۸۶ راستو شویو کورنیو د خوراکي توکو د مرستې د وېش خبر ورکړی.
دغه کورنۍ مخکې د بلخ په مرکز او ولسواليو کې اړمنې پېژندل شوې وې او په دغه ولایت کې د هوسۍ موسسې له لوري هرې کورنۍ ته د ۸ ډوله خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.