سلګونه مهاجرین له ایران څخه خپل هېواد ته راستانه شول

sadam_morr
په ايران کې مېشت ۸۴۱ تنه افغان مهاجرین د غبرګولي پر ۳۱ مه او د چنګاښ پر لومړۍ نېټه د نیمروز ولایت د ابریشم له لارې پخپله خوښه او په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شول.
د نیمروز ولایت د ابریشم بندر د سرحدي آمر د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۲۲۴ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول، چې خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړل او ۶۵ تنه له روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شول.