په غور ولایت کې سېلابونو خلکو ته سخت مالي او ځاني تاوانونه اړولی

sadam_morr

پرون جمعه د ۱۴۰۳ لمریز کال د غویي د میاشتي په ۲۸ مه د غور ولایت په مرکز او یو شمیر ولسوالیو (فیروزکوه، دولتیار، شهرک، تولک، دولینه ، مرغاب ،لعل او سرجنګل) کې خونړي سیلابونه رامنځته شوی چې له امله یې خلکو ته سخت مالي او ځاني تلفات اوښتي دی.

د غور ولایت د مهاجرینو چارو د امریت په وینا د یادو سیلابونو له امله تر دا مهاله۵۰ تنه هېوادوال شهیدان، لسګونه کسان ورک، ۲۰۰۰ کورونه په کلي ډول له منځه تللي او ۴۰۰۰ کورونه په جزوی توګه ویجاړ شوی.

همدارنګه ۲۵۰۰ بابه دوکانونه، په سلګونو هکتاره کرهنیزه زارعتي ځمکه، سلګونه پلونه، پلچکونه، سربندونه، زرګونه میوه داره او غیر میوه داره ونې او زرګونه څاروي له منځه تللي.

دا چې د عمومي سرکونو د تخریب له امله د دغه ولایت سره ټولي مواصلاتي  لارې تړل شوی نو یاد ولایت ته ورتګ ستونزمن دی. نو پورتنۍ شمیرني ابتدایې دي او احتمال شته چې د یادو مالي او ځاني تلفاتو ګراف لوړ شی.