تر ۷۰۰ زیات مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول
۷۴۸ افغان مهاجرین پرون د غویي میاشتې مه۱۹ د تورخم او سپین بولدک له لارې پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۸۷ کورنۍ، چې ۴۶۸تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول.
د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۵۱ کورنۍ، چې ۲۸۰ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.
او هرې کورنۍ سره د اسلامي امارت له لوري لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.