پکتیکا کې له پنځو کورنیو سره مرسته وشوه
په پکتیکا ولایت کې پرون د غویي نهمه پر پنځو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه.
دا هغه اړمنې کورنۍ وې، چې مخکې د مهاجرينو ادارې له خوا سروې شوې وې او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له خوا په زېروک ولسوالۍ کې د ۱۷ زره ۷۵۰ افغانیو په ارزښت مرسته ورسره وشوه.