بغلان ولایت کې له ۱۳ کورنیو سره مرسته وشوه
په بغلان ولایت کې پرون د ورذي ۱۵ مه پر ۱۳ راستنو شویو کورنیو د غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
دغه کورنۍ مخکې د مهاجرینو چارو ادارې له خوا د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې اړمنې پيژندل شوې وې او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کميشنرۍ له خوا د پخلنځي وسایلو، خيمې او ترپال يوې کڅوړې مرسته ورسره وشوه.