د سرپل ولایت د مهاجرینو آمر د مهاجرت نړیوال سازمان له مسوولینو سره لیدنه وکړه

anwari_morr
-

د سرپل ولایت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو رییس میر عبدالسلام هاشمي د زمري پر ۲۷مه په دغه ولایت کې د مهاجرت نړیوال سازمان له مسوولینو سره ولیدل.

د مهاجرینو آمر له ګاونډیو هېوادونو څخه د جبري راستنیدونکو لپاره د سروې او مرستو د وېش پر چټکتیا ټینګار وکړ.

د يادې ادارې مسوولينو په دې برخه کې د مهاجرینو چارو آمریت ته د هراړخيزو همکاريو ډاډ څرګند کړ.

د يو بل خبر له مخې، ياد دفتر د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه یو ټولنيز مرکز چې پخوا د سرپل ولايت په امام خورد سيمه کې پرانیستل شوی و، له اوو مياشتو وروسته یې چارې بشپړې شوې او د یوې غونډې په ترڅ کې چې علماوو، سپین ږېرو او د روغتیا کمیټې غړو په شتون کې جوړه شوې وه، په یاد کلي کې د روغتیا کمیټې غړو، مشرانو او اوسیدونکو ته د ټولو اسانتیاوو په لرلو سره ګټې اخیستنې ته وړاندې کړ.