په يوه ورځ کې له ايران څخه  شاوخوا دوه زره کډوال په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته را ستانه شول

anwari_morr

د ايران څخه  يوزر او ۸۹۱  تنه افغان مهاجر دليندۍ  په  ۹مه د هرات د اسلام قلعې له لاري  هېواد ته راستانه شوي.
د اسلام قلعې  د سرحدي آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې کورنۍ او مجردان شامل وو چې له ډلې يې ۲۴۴ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان  ته ور وپېژندل شول، چې ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې تر سره شوې.