کابل کې ۲۰۰ بېځايه شوو کورنيو سره مرسته وشوه
د افغان سرې مياشتې له لورې د کابل ولايت د کډوالو چارو رياست په همکارۍ له ۲۰۰ بېځايه شوو کورنيو سره د خوراکي او غيرې خوراکي موادو مرسته ترسره شوه.
يادې کورنۍ چې د نا امنۍ له کبله د هېواد له بېلا بېلو سيمو او له ګاونډيو هېوادونو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې جمعې په ورځ د غويي په ۲۷ مه له يادو کورنيو سره د يو اندازه خوراکي او غيرې خوراکي موادو مرسته وشوه.