د اجباري راستنېدونکو د ستونزو د حل په موخه د روغتيايي او خدماتي خدمتونو د وړاندې کولو کمېسيون رييس او غړو د پکتيا ولايت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې له موقتي کمپ څخه ليدنه وکړه
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت مرستیال او د روغتیايي او خدماتي خدمتونو د وړاندې کولو کمېټې رئیس مولوي مستقيم، د مهاجرینو چارو وزارت د حقوقي ملاتړ رئیس الحاج غلام نبي ستانکزي الله دادخېل او د دغې کمېټې نورو غړو تېره ورځ پکتيا ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ياد ولايت له والي سره د ليدنې تر څنګ په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د اجباري راستنېدونکو له پاره له جوړ شوي کمپ څخه ليدنه وکړه.
دوی همدا راز د نومليکنې د څانګو، نصب شوو خېمو او د کمپ روغتيايي مرکز څخه له نږدې ليدنه وکړه او د یاد کمپ کمبودات يې یاداښت او د حل په موخه یې سيمه ييزو مسؤلينو ته ډاډ ورکړ
همدا رنګه ديادې کمېټې رييس او غړو د ډنډې پټان ولسوالۍ د سرحدي صفري نقطې څخه هم ليدنه وکړه