بادغيس کې د بېځايه شوو وضعيت ته د لاسرسي په موخه ناسته ترسره شوه

sadam_morr
-

په بادغيس ولايت کې د زرګونو کورنيو وضعيت ته د لاسرسي او خپلو اصلي سيمو ته د لېږد په موخه د مهاجرينو چارو وزارت د مرستو د همغږۍ رئيس شيخ الحدیث عبدالرحمن رحماني په مشرۍ او د بادغيس ولايت د چارواکو اوهمکارو مؤسسو په ګډون د وږي په ۱۹مه د ولايت په مرکز کې  ناسته تر سره شوه.

په دې ناسته کې لومړی د بادغيس ولايت والي مولوي عبدالصمد جاويد د هغو ۳ زره داخلي بېځايه شوو او اړمنو کورنيو ستونزو او اړتياوو په اړه خبرې وکړې چې له ۸ کمپونو څخه بېرته خپلو اصلي مېنو ته راستنې شوې دي.
ورپسې د مهاجرينو چارو وزارت د مرستو د همغږۍ رئيس او د وزارت د پلاوي مشر شيخ عبدالرحمن رحماني د موضوع اړوند خبرې وکړې او ويې ويل، يادې کورنۍ مرستو ته اړتيا لري او بايد د ژمي له را رسېدو او هوا د سړېدو مخکې ور سره د بشري مرستو، سرپناه د جوړېدو او د څښاک د اوبو د برابرولو په برخه کې د موسسو په همکارۍ مرستې ترسره شي.
هغه زياته کړه ، چې سروې او د مرستو وېش بايد د مهاجرينو چارو وزارت سره په همغږۍ تر سره شي او موسسې د مهاجرينو چارو وزارت سره د لاسليک شوو هوکړه ليکونو مطابق د فعاليتونو اجازه لري او هغه موسسې چې تر اوسه يې هوکړه ليکونه نه دي لاسليک کړي په ورته وخت کې چې د مرستو د وېش پلان او برنامې لري بايد په خپل وخت کې هوکړه ليک لاسليک کړي.
په ناسته کې د همکارو بنسټونو استازو هم خبرې وکړې او ژمنه يې وکړه ،چې د مهاجرينو ستونزې او اړتياوې به له مرکزي دفترونو سره شريکوي او پايلې به يې د مهاجرينو چارو رياستونو او يو شمېر نورو همکارو بنسټونو سره شريکوي.
د بادغيس ولايت د مهاجرينو چارو د آمر په خبره ياد بېځايه شوي مخکې د بادغيس ولايت مرکز اړوند قعله نو ښار په ۸ کمپونو کې اوسېدل او د وضعيت په ښه کېدو سره بېرته خپلو اصلي سيمو آب کمري، قادس، مقر، سنګ آتش، بالامرغاب او غورماچ ولسواليو ته ستانه شول.