د ايران څخه له زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

anwari_morr
-


     د ايران  څخه  يو زرو ۱۶  تنه افغان مهاجر د وږي  په ۱۵ مه  هېواد ته راستانه  شول.
د هرات  ولايت د اسلام قلعه د سرحدي آمر په خبره  په يادو راستنېدونکو کورنۍ او مجردين شامل ول، چې له ډلې يې ۵۵۸  تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان  ته ور وپېژندل شول، چې د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ورسره وشوې.