د وزارت د روغنياتو او فلترونو د چمتو کولو او عرضه کولو دواطلبۍ خبرتيا
Publish Date
Closing Date
Location
واصل آباد عقب فابریکه جنگلک
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د (١٤٠٢) کال لپاره د وزارت د اړتیا وړ روغنیاتو او فلترونو د چمتو کولو او عرضه کولو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د شرط نامې کاپي د تدارکاتو امريت څخه د فلش له لارې ترلاسه کړي. خپل آفرونه دې د شرطپاڼې شرايطو د تدارکاتو قانون د کړنلارې سره سم په سرتړلي بڼه وړاندې کړي او خپل آفرونو دې د خبرتيا د خپرېدو له نېټې څخه ٩/ ٥/ ١٤٠٢ دو شنبه مخکې له غرمې د سهار ۱۰ بجو پورې د وزارت د تدارکاتو امريت ته وسپاري. ناوخته رارسېدلي او انټير نټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمين د بانګي ګرنټۍ په بڼه دی، چې (٣٣٠٠٠) افغانۍ کېږي اود آفرونو پرانيسغونډه د ٩/ ٥/ ١٤٠٢ کال دو شنبه مخکې له غرمې په (۱۰) بجو د مهاجرينو وزارت د ناستو په سالون کې ترسره کېږي.