خوست کې له ( ۵۰۰)  زياتو کورنيو  سره مرستې وشوې

sadam_morr
-

د (AHF) موسسې له لورې د خوست  ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۵۰۴) کورنيو سره  د غبرګولي په (۱۵) مه د خوراکي توکو  مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې څه موده وړاندې د خوست ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لورې د يادې موسسې   په همغږۍ د دغه ولايت په سپېرې ولسوالۍ کې  سروې او مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته (۴) قلمه خوراکي توکي ووېشل شول.