کندز کې د ( ۷) کيلو متره  سرک  د جغل اچونې کار بشپړې او کټې اخيستنې ته وسپارل شو     

sadam_morr
-

د کندز ولايت په دشتې ارچي کې د (۷) کيلو متره سرک د جغل اچولو او (۱۱) پلچکونو کار بشپړ او د وري په ( ۲۰) مه ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

ياد سرک  (۷) کيلو متره اوږدوالی او (۴) متره پلن والی لري، چې د (UNHCR) دفتر له لورې د يو ميليون او درې سوه اووه  اتيا زره او ( ۹۶۰) افغانيو په مالي لګښت جوړ او د کندز ولايت د مهاجرينو چارو د رئيس، سيمه ييزو ادارو، د سيمې اوسېدونکو او د يادې موسسې د استازو په شتون کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د ويلو ده، چې ياده پروژه د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو په موخه په يادې سيمه کې پلي کېږي.