بغلان کې د يو ښوونځي د بيارغونې  د اړتياوو ارزونې سروې ترسره شوه

sadam_morr
-

ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې، بغلان ولايت د مهاجرينو چارو رياست او د يادې لېسې د سرمعلم او ښوونکو ترمنځ  د اړتياوو اروزنې د سروې ګډه ناسته د سلواغې په ( ۶) مه ترسره شوه.

په لومړي سرکې د يونسيار دفتر استازي په باغ شمال کې د سيد جمال الدين افغان لېسې د بيارغونې په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل او د همکارو د دوام ډاډ يې ورکړ.

د سيد جمال الدين افغان لېسه د پلخمري ښار په شمال کې په  (۱۳۴۷) کال کې په اووه جريبه ځمکه کې جوړه شوې  ( ۱۳۵۰) تنه زده کوونکي لري،چې  له ډلې يې (۱۸۰) زده کوونکي ښځينه  او  د (۱۵) قريو  شاوخوا (۲۰۰) کورنۍ تر پوښښ لاندې نيسي.

د ترسره شوې سروې پر اساس د ښوونځي د اخاطې ديوال، د ټولو کړکيو ترميم، دروازو، داخل او بيرن رنګ، د کټارو رنګ، سپورتي وسايلو او د بيت الخلاو جوړول شامل دي ،چې د (UNHCR) دفتر له لورې به جوړ شي.