هرات کې له دوه سوو زياتو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې

د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) له لورې د هرات ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ د مرغومي په ( ۱۹) مه ( ۲۲۰) کورنيو سره نغدي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د مهاجرينو چارو رياست په همغږۍ د ياد دفتر له لورې په هرات او انجيل ولسواليو کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته ( ۲۰۰) امريکايي ډالره نغدې ووېشل شوې.