د داوطلبۍ خبرتيا

sadam_morr

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د (۲) فقره د دري څلوېښتمې مادې په اساس  ټولو ته خبر  ورکول کېږي، چې  د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت  په پام کې لري، چې د (۱۴۰۱) مالي کال لپاره د تداکارتو پروژې  (۴۴) قلمه  قرطاسيه  او تونر  د سعادت لاجورد کرنې او مالدارۍ لوژستکي خدماتي شرکت ته چې د ( ۵۳۹۷۰) جواز لرونکی دی، کابل  مرکز  شهر نو (۱۰) ناحيې کې موقعيت لري، په (2710972.25) افغانۍ په قرارداد ورکړي.

حقيقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې هرډول اعتراض ولري، کولای شي، چې د دې خبرتيا د خپرېدو له نېټې څخه  تر اوو وروځو پورې خپل اعتراض په ليکلي ډول د وزارت د تدارکاتو آمريت ته د تدارکارتو قانون د (۵۰) مادې له مخې وسپاري.

دا خبرتيا د قرارداد د ورکړې په معنی نه ده او قرارداد به تر هغه وخته پورې پای ته نه رسيږي، چې ذکر شوې نېټه بشپړه شوې نه وي  او  راتلونکي قانوني طرزالعملونه  پای ته نه وي رسېدلي.