ارزګان کې د راستنېدونکو د بيا يوځای کېدو ولايتي کمېټه پرانيستل شوه

sadam_morr
-

 د مهاجرينو چارو وزارت  د پلاوي له لورې  د (UNHCR) دفتر په همکارۍ د لړم په ( ۲۱) مه په ارزګان کې  د راستنېدونکو او بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو کمېټه  او معلوماتي سيستم  بياځلې  فعاله شو.

په مراسمو کې چې په همدې موخه د دغه ولايت د يوشمېر دولتي ادارو او همکارو مرستندويه بنسټونو د استازو  په شتون کې ترسره شول ، د  ارزګان  ولايت  مرستيال  د مهاجرينو چارو وزارت د کړنو څخه مننه وکړه او   د مهاجرينو چارو وزارت سره يې د دولتي او همکارو مرستندويه ادارو په دوامداره همغږۍ ټينګار وکړ.

وروسته د وزارت پلاوي  د بيا يوځای کېدو  کمېټې د موخو، دندو، د کمېټې د کاري تګلارې او د انلاين معلوماتي سيستم  په اړه  ګډنوالو ته معلومات ورکړل.