دبغلان ولايت د مهاجرينو ښارګوټو تخنيکي ارزونه وشوه

sadam_morr
-

د بغلان ولايت  مهاجرينو ښارګوټود تخنيکي ارزونې ناسته د بغلان ولايت د مهاجرينو چارو رئيس په مشرۍ د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلاوي، ولايت مقام استازو، د مرکزي بغلان د ښاروال، ولسوال، د پلخمري ښاروال، د عدليې رياست استازو، کرنې او مالدارۍ  او اتخباراتو رياست د استازو په شتون کې د  لړم په ( ۱۸) مه ترسره شوه

په لومړي سرکې د مهاجرينو چارو رئيس  په ښارګوټو کې د مهاجرينو د وضعيت او ستونزو په اړه خبرې وکړې او په لنډ ډول يې د خپلو فعاليتونو يادونه وکړه.

د مهاجرينو چارو زوارت  پلاوی، چې ياد ولايت ته د مهاجرينو ښارګوټو د تخنيکي ارزونې په موخه يې سفر کړی و د خپل سفر د اساسي موخو او د ښارګوټو د ارزونې په اړه يې معلومات وړاندې کړل.

ياد پلاوي د بغلان د مرکزي ولسوالۍ مصلحت تپې په سيمه کې د سولې ښارګوټي کې او د پلخمري ښار د خواجه الوان په سيمه کې د اتحاد ښارګوټي کې د ځمکې غصب په ښارګوټو کې يو له عمده ستونزو څخه ياد کړل ويې ويل، د افغانستان اسلامي امارت حکومت قوي هوډ لري چې ښارګوټي پاک او تصفيه کړي او د تخنيکي ارزونې او د ستونزو د لېست کولو  وروسته به د مهاجرينو چارو  وزارت د نورو اړوندو ادارو په همکارۍ  به خپل پلانونو پلې او کاري بهيرونه به مخ ته يوسي.

همدا راز د مرکزي بغلان ولسوالۍ ولسوال، ښاروال، ولايت مقام استازي، د پلخمري ښاروال او د بغلان ولايت د عدليې رئيس د غاصبيبو پروړاندې د مبارزې په برخه کې  د همکاريو ژمنه وکړه.

د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د اړوندو ادارو مسؤلينو ته راتلونکې لار ښوونې او د ښارګوټو د تفصلي نقشې تر ترتيبولو پورې دې په ښارګوټي کې د هر ډول سرپناه جوړولو مخه ونيسي.